اتل قاسم او د ډیورنډ ضد جګړه!
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                   

له پنجابي ښکېلاک څخه د ګوشتې ولسوالۍ د پوستو په ازادۍ کې د افغانستان د ملي اردو د ډیورنډ ضد وسلوالټولګیو(۱)میړانه چې سرتیري اتل قاسم، د خپلې افغاني سپيڅلې وینې په تویولو سره هغه سوبمنه، رنګینه او ابدې کړه؛ په افغان تاریخ کې د یوې بلې تلپاتې ملي ویاړنې په نوم ثبت شوه. څو پورې چې افغانان ژوندي وي او افغانستان پایښت ولري د ۲۱ پېړۍ د مغل، تورمخي پنجاب په وړاندې به ګوشته کې دا عادلانه جګړه، د شهید قاسم اتلولي او د ملي اردو د ډیورنډ ضد وسلوال ټولګیو سرښندنه،ټولو افغانانو ته د ازادۍ الهام او سرچینه وي!

په همداسې یوه الهام سره  د سر تیري اتل قاسم جنازه چې د پنجابي ملیشو سره په مخامخ جګړه کې شهید شو، د زرګونو خلکو لخوا لومړی په جلال ابادښار کې وګرځول شوه او بیا د عیدګاه جومات کې ادا شوه. په ګوشته کې د پنجابي پوستو او دروازو ړنګول او هلته د یرغلګرو پنجابي ملیشو تسلیمول او له سیمې شړل، په ټول هیواد کې د افغانانو د بېسارې خوښۍ لامل او له هرخوا د شاباس او ملاتړ له ولولو سره بدرګه شول.

څنګه چې ښکارهده،په ګوشتې ولسوالۍ کې جګړه، یوازې د دوه دروازو او یا څو کنترولي پوستو پر محور نه راڅرخي، بلکې شخړه له پنجاب لوري د ډیورنډ د استعماري کرښې پر بره غاړه د افغانستان د پاتې خاورې په لورد غځېدو او پراختیا، کونړ سین پورې د رسیدو او پر اوبو کنترول، په افغان واکمنۍ کې د پنجاب د بشپړ واکاو سیمه کې د پنجابي شوونیستي او ملیتاریستي دوکتورینو او موخو د ګام په ګام پلیتوب سره تړلې ده.

پنجاب په روستیو کې نه یوازې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې کنترولي پوستې او دروازې درولې بلکې د ډیورنډ پر بره غاړه ييپه دغه سیمه کې د خپلو بړیڅو په مټ؛ په زور، تطمیع او دوکې سره د پنجابي تابعیت پېژندپاڼې هم ویشلې دي!

د ډیورنډ استعماري کرښه ګندمک او غلني کنډو ته نږدې، د خاپښ کنډو په ختیځه خوا کې چې ۵۵ ــ ۶۰ کیلو متره له ګوڅړۍ څخه د کوزې پښتونخوا په لور واټن لري، د پنجابیانو او انګریزانو په خیالي دنیا کې تیریږي.

پنجاب پر افغان خاوره خپل روستي یرغل کې، د ډیورنډ د استعماري او خیالي کرښې چې افغانانو هیڅکله نه ده منلې، پر بره غاړه ۵۵کیلو متره د افغانستان په لور پرمختګ کړی او د ګوشتې ولسوالۍ په ګوڅړۍ کنډو کې يي پوستې او دروازې درولې وې.

په دې ډول پنجاب غوښتل،ګوشته کې د دغو دروازو او پوستو جوړولچې کله ناکله يي رسنیو کې د ترهګرو د تګ راتګ د کنترول په پلمه ځلولې، د افغان خاورې په لور د مخته تګ ستراتیژۍ د یوې وسلې پتوګه وکاروي.

په ګوشته کې د پنجابي پوستو او دروازو ړنګول که څه هم له څه ځنډ روسته ترسره شول، خو د ډیورنډ د استعماري کرښې په وړاندې يي د افغان دولت ملي اراده او هوډ، لروبرو افغانانو او نړیوالو ته د لومړي ځل لپاره په پوره وضاحت په ډاګه کړ.

د بي بي سي په وینا «تېره ورځ د مۍ په څلورمه،افغان ولسمشر حامد کرزی ویلي چې حکومت به یې هېڅکله هم د ډېورنډ کرښه په رسمیت ونه پېژني او د ګوشتې ولسوالۍ پېښه یې د ډېورنډ کرښې د پېژندلو لپاره پر افغانستان د یو ډول فشار بېلګه بللې وه. »

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسی زي هم نن وویل: « د ډیورند کرښه مو، چې انګرېز استعمار کښلې ده، نه منلې او نه به یې ومنو.هغه دا خبره نن، یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې پرون ولسمشر حامد کرزي وویل چې ډیورند د افغانستان هیڅ حکومت نه دی منلی او نه به په راتلونکي کې کوم حکومت دا بې ننګي ومني.

ښاغلي موسي زي کورنیو او بهرنیو خبریالانو ته وویل: ډیورنډ کرښه انګلیس استعمار وکښله او هماغه وخت افغانانو دا کرښه په رسمیت ونه پېژندله، اوس یې هم په رسمیت نه پېژني او په راتلونکي کې به یې هم ونه پېژني. تاند»

د ډیورڼډ استعماري کرښې تاریخي او حقوقي شالید ته په پام؛ د ویښو او هیوادپالو افغانانو د ویاړلو هڅو ترڅنګ؛  د افغان دولت داسې رسمي، ملي او هیوادپال دریځ؛ د ډیورنډ کرښې په اړه، پخواني ټول ناویلي، په عباراتو او جملو کې تاوراتاو او د پیریانو او ګونګیانو په ژبه تړتړي او څپڅپاند دریځونه په اوبو لاهو کړل. افغان دولت د لومړي ځل لپاره، د ډیورنډ استعماري کرښې په اړه د شف شف پرځای شفتالو وویل.

پخوا د ډیورنډ کرښې، اباسین پورې د افغان خاورې او د کوزو افغانانو د برخلیک په اړه، د افغان دولت او د لروبرو افغانانو د مخورو کسانوپه منځ کې، بېلا بېل تحویلونه او دریځونه بیان شوی، چې داسې تحویلونو او دریځونو له دې ملي داعيي یوه انجړه مشوړه جوړه کړې او له لروبرو افغانانو څخه يي موخه ورکه کړې.

پخوا داسې هم  ویل شوي چې د پاکستان په چوکاټ کې کوزو افغانانو ته  یوازې خود ارادیت بس دي. دا هم ویل  شوي چې افغانستان د ډیورنډ کوزې غاړې ته د خاورې ادعا نه لري. داسې هم راغلي افغانستان د پښتنو او بلوڅو له ازادۍ غوښتونکې غورځنګ څخه یوازې د ګډې ژبې، کلتور او تاریخ په بنسټ د خواخوږۍ ملاتړ کوي.

کله چې ملي غوښتنې اوموخې په ښکاره او صفاټکو کې ولس ته بیان نه شي، په تړتړۍ ژبه او ناڅرګنده تحویلونو کې د موخو راپیچل،  ولس بېلارې کوي او د هغو د ګټلو لپاره ولس نه یو موټي کیږي. 

کله چې وایو د ډیورنډکرښه ا ستعماري او په زور پر افغانانو تپل شوې ده، دا خپله څرګندوي چې ښه نو، اصلې کرښه کومه ده؟ افغانانو ته د افغانستان د ختیځ اصلي سرحد چې هغه اباسین دی، ښودل او په ګوته کول خپله نورې پوښتنې چې هغه د ډیورنډ کوزه غاړه افغانانو ته خود ارادیت ، دا او هغه نورې تېرایستونکې غوښتنې دي نفې کوي، او د یو موټي او بشپړ افغانستان موخه په افغانانو کې راژوندۍ کوي.

د افغان دولت لخوا ملت ته په صفا  او څرګندو ټکو کې د ډیورنډکرښې د نه منلو اعلان، خپله ددې استعماري کرښې پر محور ټولې تړلې او پرتې چارې رامخته کوي او د مبرمو ملي مسایلو کچې ته يي لوړوي.

دا چې ولسمشر کرزی پر طالبانو او نورو وسلوالو مخالفینو غږ کوي چې د ټوپکونو او توپونو خولې مو د افغان خاورې او افغان ملت د دوښمن په لور ورواړوۍ، یو له همدغو مهمو مسایلو څخه ګڼلی شو.

په ګوشته کې د پنجابي دروازو او پوستو پر ضد جګړه، په حقیقت او لویه کې د ډیورنډ کرښې پر ضد جګړه ده. دا جګړه به هیڅکله هم سړه نه شی او تل به لکه په ایرو کې پرته سپرغۍ لمبه او بلهوي.

دا جګړه به ترهغو روانه وي ترڅو لروبر افغانان خپل طبیعي سرحد اباسین ته ورسیږي او پخپله طبیعي خاوره یو موټي او بشپړ افغانستان جوړ کړی!

د ډیورڼد ضد جګړې شهید اتل قاسم خان ته جنتونه غواړو!

ژوندۍ او سرلوړې دې وې افغان ملي اردو او د هغې د ډیورنډ ضد وسلوال ټولګي!

 

یادونه :

( ۱ ) څنګه چېافغانستان د ډیورنډ استعماري کرښه، پاکستان ( پنجاب ) سره د رسمي سرحد پتوګه نه پیژني نو موږ د افغانستان د ملي اردو سرحدي ځواکونو ته، د افغانستان د ملي اردو د ډیورنډ ضد وسلوال ټولګي ویلای شو.

د ۲۰۱۳ کال د مۍ ۵ مه

 


May 6th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات